د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ټاپي پروژه کارونه په چټکۍ سره روان دي او تر دې دمه یې ۹۷ کیلومتره ساحه هواره شوې ده. د مسوولینو په خبره، هڅه کېږي چې د روان ۲۰۲۶ کال تر پایه د لومړي فاز چارې بشپړې شي.
تازه د قربانقلي بردي محمدوف له یوې عربي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د ټاپي پروژې د لومړۍ برخې بشپړول یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او ټاکل شوې ده چې د روان کال تر پایه بشپړه شي.
د یادونې ده، ټاپي پروژه د هېواد په کچه له سترو ټولګټو پروژو څخه ده چې د سیمې د اقتصادي ودې او په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره مهم رول لري.
