د سمنګان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د ایبک ښار په مرکز کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ رغنیزو او پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
مسوولینو زیاته کړې، چې دغه پروژې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ او د اکتید موسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره شوې، او موخه یې د ښار د بنسټیزو زیربناوو پراختیا او د خلکو د ژوند د معیار لوړول دي.
