د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د روانې اونۍ په ترڅ کې ۷۵ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، چې له ازادېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شول.

افغان کډوال #پاکستان #سپین بولدک

Share.