د ایران سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې شېبه وروسته به د ایران د وسلهوالو ځواکونو د تاریخ تر ټولو سخت عملیات پیل شي. ایراني رسنیو د چارواکو له قوله ویلي، چې دغه عملیات به د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو کې پر امریکايي اډو ترسره شي. سپاه پاسداران ټینګار کړی، چې دا اقدام په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په ځواب کې کېږي. د عملیاتو د دقیق وخت، ځانګړو اهدافو او لورو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
