د ایران ګڼ شمېر اوسېدونکي د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر، آیتالله علي خامنهيي، له مړینې وروسته د تهران د انقلاب څلور لارې ته راوتلي دي. راټول شوي کسان د هغه پر مړینې ماتم او ژړاګانې کوي. په سیمه کې امنیتي تدابیر هم زیات شوي او خلک د نوموړي د یاد او درناوي لپاره راټول شوي دي. تر اوسه د ایراني چارواکو له لوري د مراسمو او نورو رسمي ترتیباتو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي.
