د دفاع وزارت ویلي، چې افغان ځواکونو د انتقامي بریدونو په دوام تېره شپه یو ځل بیا د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۵ البدر قول اردوګانو اړوند په ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې د پاکستان پر پوځي رژیم د لیزري ځواک په مټ تعرضي بریدونه ترسره کړي دي.
د وزارت په وینا، تر دې دمه یو ټاور او څلور پوستې نیول شوې او د ماینونو په وسیله چاودنې ورکړل شوې دي. همداراز، ۳۲ پاکستاني عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. په بریدونو کې دوه ډرون الوتکې هم نسکورې شوې او یو شمېر پوځي تجهیزات په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.
