د کندز سپینزر امارتي شرکت، چې د صابون جوړولو دستګاه یې له شاوخوا څلورو لسیزو وروسته د ۱۴۰۱ لمریز کال په اساسي ډول ترمیم او تجهیز شوې، اوس په یوه اته ساعته کاري شیفت کې د ۴۰ زره کلچې جامو مینځلو صابون تولیدوي.
د شرکت د صابون جوړولو مسؤل، نجیبالله واحدي وایي چې په تولید او پروسس کې ۷ تنه کاریګر فعاله دي. دی زیاتوي چې دغه دستګاه کولای شي په یوه شپه او ورځ کې تر ۱۲۰ زره کلچې صابون تولید کړي او د معیاري او پرمختللي صابون جوړولو دستګاوو څخه شمېرل کېږي.
کارګر د کار زمینه او مسلکي روزنې د ترلاسه کولو له امله خوشحاله دي او وایي چې په دې برخه کې د مسلکي او باتجربه ځواک په توګه وده کړې ده.
دغه دستګاه د کندز سپینزر شرکت د تاسیس له ۱۳۱۴ لمریز کال راهیسې فعالیت پیل کړی، خو له ۱۳۹۷ لمریز کال وروسته د جګړو له امله فعالیت یې کم شو. د اسلامي امارتي حکومت له بشپړې واکمنۍ وروسته، دا دستګاه د شمال ختیځ زون لومړنۍ او لویه تولیدي دستګاه په توګه ترمیم او تجهیز شوه.
