د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست له لورې د کندز ولایت ګلتپې او کلباد ولسوالیو د ټولنیزو او پراختیایي چارو مدیرانو ته (۱۴۰) دانې د روغتیا ساتنې کیټونه ورکړل شول تر څو د نوموړو ولسوالیو د مسؤولینو تر نظارت لاندې د کډوالو او بیوزلو کورنیو ته د روژې مبارکې میاشت کې د لاسنیوي او مرستې په پار و ویشل شي.
په یادو کیټونو کې د روغتیا ساتنې (۱۴) قلمه توکي شامل دي.
