د پاکستان حکومت د ایران جګړې او منځني ختیځ کې د کړکیچ له امله د تېلو بیې شاوخوا ۲۰ سلنه لوړې کړي.

رویټرز نن شنبه د حوت ۱۶ / مارچ ۷ راپور ورکړی چې د نوي اعلان له مخې، پاکستان کې د پټرولو او ډیزلو په هر لیټر کې څه باندې ۵۵ کلدارې زیاتوالی راغلی چې ورسره د پټرولو بیه ۳۲۱.۱۷ او د ډیزلو بیه ۳۳۵.۸۶ کلدارو ته رسېدلې.

راپور کې ویل شوي چې دا پرېکړه د نړیوالو حالاتو او د تېلو د بیو لوړېدو له امله شوې، خو پاکستاني چارواکو ویلي چې د وضعیت له ښه کېدو سره به بیې بېرته راکمې شي.

پاکستان #دتېلوبیې #تېل #اقتصاد #نړیوال بازار #منځنی ختیځ #ایران_جګړه

Share.