د جنوبي وزیرستان په واڼا ښار کې د چاودنې له امله دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي. پاکستاني رسنیو ویلي، په دغه پېښه کې د پنځو نورو عسکرو په ګډون ۳۱ تنه ټپیان شوي دي. راپورونه وايي، چاودېدونکي توکي د ګڼې ګوڼې په سیمه کې د یوه سوپر مارکیټ دروازې ته نږدې ځای پر ځای شوي وو.
تېره ورځ هم د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د پاکستاني پوځیانو پوستې ته نږدې چاودنه شوې ده.

پاکستان #وزیرستان #چاودنه #پوځ #خبرونه

Share.