په کندوز ولایت کې د لومړي ځل لپاره د درملو د تولید یوه معیاري فابریکه جوړېدو په پام کې ده. د کندوز والي، دعوت حاجي، پرون په خپل کاري دفتر کې له افغان پانګوال ښاغلي حاجي نویداحمد سفري او ملګرو سره وکتل.
ښاغلي سفري وویل، غواړي په کندوز کې د درملو تولید فابریکه جوړه کړي او په دې برخه کې له ولایت مقام څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. والي حاجي د پانګوالو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د ولایت رهبري د پراختیایي فعالیتونو ملاتړ ته ژمنه ده.
