د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې خپلو غیر ضروري دولتي کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته امر کړی چې له سعودي عربستان څخه ووځي. یاد وزارت همداراز له هغو امریکایي وګړو چې سعودي ته د سفر نیت لري غوښتي چې دغه هېواد ته د سفر په اړه بیا غور وکړي. د خبر له مخې، دا خبرداری د احتمالي امنیتي ګواښونو له امله ورکړل شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو له احتمالي بریدونو، وسله‌والو شخړو او نورو امنیتي خطرونو له امله دا پرېکړه شوې ده.

امریکا #سعودي عربستان # امنیتی ګواښ #نړیوال_خبرونه

Share.