د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له درملتونونو او هټیو څخه ۶ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي. د مسوولینو په خبره، دغه توکي د روان کال په جریان کې د پلخمري ښار له بېلابېلو درملتونونو او مارکېټونو څخه د څارنې او ارزونې د ټیمونو له لوري راټول کړل شوي وو.

بغلان #دعامې روغتیاوزارت # تاریخ تېره درمل # خوراکي توکي

Share.