د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران پر ضد د امریکا جګړه ممکن ژر پای ته ورسېږي. خو د ایران سپاه پاسداران د ټرمپ دغو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي، چې د جګړې د پای پرېکړه به د ایران له لوري کېږي. د سپاه پاسداران په وینا، ډونالډ ټرمپ هڅه کوي د درواغو او پروپاګند له لارې پر ایران رواني فشارونه واچوي، خو ایران په زړورتوب او ټینګې ارادې د امریکا او اسراییلو د تېري پر ضد مبارزه کوي. د دوی په خبره، د دې جګړې د پای وروستۍ پرېکړه به د ایران له لوري اعلانېږي.
