د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، په سیمه کې د روانو جګړو او اقتصادي فشارونو له امله د انرژۍ د بحران د مهار لپاره یو لړ بېړني اقدامات اعلان کړي دي. د پرېکړې له مخې به ښوونځي د دوو اونیو لپاره تړل کېږي، د دولتي موټرو ۶۰ سلنه به له سړکونو وایستل شي، د سون توکو امتیازونه به ۵۰ سلنه کم شي او نیمایي دولتي کارکوونکي به له کوره کار کوي. همدارنګه به دولتي دفترونه په اونۍ کې څلور ورځې فعالیت کوي او عامه لګښتونه به ۲۰ سلنه راکم شي. چارواکي وایي، د دغو اقداماتو موخه د سون توکو سپما او د محدودو انرژۍ زېرمو ښه مدیریت دی، ځکه د انرژۍ د نړیوالو بیو لوړېدو او د سیمې جګړو د پاکستان پر اقتصاد فشارونه زیات کړي دي.
