د لبنان بیروت ښار کې د اسراییل ننني هوايي برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، دغه برید نن سهار مهال د بیروت ښار د ساحلي سیمې «رملېت البیضا» کې شوی.

دا د ایران جګړې له پیل راهیسې د لبنان بیروت ښار کې درېیم برید بلل کېږي.

اسراییلو همدارنګه د بیروت پر سویلي سیمو څو ځله بریدونه کړي چې د اسراییلو پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل په دغو سیمو کې یې د حزب‌الله لس هدفونه په نښه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لبنان حزب‌الله ډلې اعلان کړی چې د اسراییلو پر ضد یې نوي او پراخ پوځي عملیات او بریدونه پیل کړي.

#بیروت #لبنان #اسراییل #حزب_الله

Share.