د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له اسراییل او امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو او سولې لپاره درې شرطونه وړاندې کړي دي.
الجزیرې شبکې نن پنجشنبه د حوت ۲۱ / مارچ ۱۲ راپور ورکړی چې د ایران د مشروع حقونو پېژندل، د تاوان ورکول او په راتلونکې کې د برید نهکولو نړیوال تضمینونه د ولسمشر پزشکیان له لوري وړاندې شوي شرطونه دي.
پزشکیان ویلي: «هغه جګړه چې اسراییل او امریکا پیل کړې، د پای ته رسولو یوازینۍ لار د ایران د مشروع حقونو پېژندل، د تاوان ورکول او په راتلونکې کې د برید نهکولو نړیوال تضمینونه دي.»
همدارنګه ویل شوي چې د ایران ولسمشر دغه څرګندونې د روسیې او پاکستان له مشرانو سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال کړې دي، چې پکې د سولې لپاره د ایران ژمنتیا هم تایید شوې ده.
#ایران #پزشکیان #اسراییل #امریکا #سوله
