د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان سید مجید موسوي ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر امریکايي او اسراییلي هدفونو د ایران د توغندیو کچه دوه برابره شوې ده. موسوي په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د ایران د لویو توغندیو پر وړاندې اسمان پرانیستل شوی او د یرغلګرو د سزا لړۍ روانه ده. نوموړي زیاته کړې چې ځواکونه د خپلو عملیاتو د دوام لپاره بشپړ چمتووالی لري او هر ډول ګواښ ته به سخت ځواب ورکوي. هغه ټینګار کړی چې د ایران پوځي ځواکونه به د هېواد د امنیت او ملي حاکمیت د دفاع لپاره خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

#ایران  #سپاه_پاسداران  #توغندي  #امریکا  #اسرائیل

Share.