د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ویلي، چې پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی او د دغه هېواد پر سیمه‌ییز او نړۍوال سیاست باید بیاکتنه وشي. نوموړي ویلي، پاکستان ته پکار ده چې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښې او متوازنې اړیکې ټینګې کړي، ځکه د ده په وینا د سیمې ثبات د متقابل تفاهم او همکاریو له لارې رامنځته کېدای شي. مولانا فضل‌الرحمن زیاته کړې، چې جګړه او تاوتریخوالی یوازې کړکېچونه زیاتوي او د ستونزو د حل لاره نه شي کېدای. هغه ټینګار کړی چې سیاسي او ډیپلوماتیکې لارې باید د شخړو د حل لپاره لومړیتوب ولري.

#پاکستان  #فضل_الرحمن  #سیمه_ییز_سیاست  #ډیپلوماسي  #سیمه_ییزې_اړیکې

Share.