د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده ویلي، له اسلامي نړۍ سره د اسلامي اخوت او له نورو هېوادونو سره د اسلامي اصولو په اساس اړیکې غواړي.
هغه نن دوشنبه د حوت ۲۵ / مارچ ۱۶ د کوچنۍ اختر په مناسبت پیغام کې له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې د افغانانو باورونو او ارزښتونو ته درناوی او په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه ونهکړي.
شیخ هبتالله اخندزاده ویلي، اسلامي امارت د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقوقو تېری ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
نوموړي د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار هم کړی او ویلي، د امنیتي ارګانونو د هڅو پایله ده چې د دښمن دسیسې ختمې شوي.
#اسلامي_امارت #افغانستان #شیخ_هبت_الله #اخوت #امنیت #کوچنی_اختر
