خوست کې د پاکستاني پوځ له لوري د توپ او هاوان بريدونو کې د يوې کورنۍ څلورو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې.
د خوست ولایت مقام وياند مستغفر ګربز وايي، د سپېرې ولسوالۍ اړوند د افغان دوبۍ سیمه کې د يکشنبې شپه د پاکستاني پوځ له لوري د عامو خلکو په کورونو د هاوانونو او توپونو بريدونه شوي.
هغه وويل، د دغو بريدونو پايله کې دوه ماشومان شهيدان شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي.
هغه دغه راز زياتوي چې دغو بريدونو کې د سيمې د عامو خلکو يو شمېر کورونه هم تخريب شوي دي.
#خوست #پاکستان #برید #ماشومان #هاوان #توپ_برید #عامه_خلک
