د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، په تېرو څلورو ورځو کې له ایران او پاکستانه نږدې ۴۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد کمېسیون په وینا، یوازې تېره ورځ له دغو هېوادونو څخه ۱۱۲ کورنۍ چې ۳۹۸ کسان کېږي، افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند بهرامچې، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار تورخم له لارو هېواد ته داخل شوي دي. راپور زیاتوي چې له راستنې شویو کورنیو څخه ۲۱ کورنۍ چې ۱۱۲ کسان کېږي خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۱۱۹ نورو کورنیو سره بېړنۍ مرستې هم ترسره شوې دي.
#کډوال #افغانستان #راستنېدل #ایران #پاکستان
