پاکستان کې په ناڅاپي ډول د هر لېټر پټرولو بیه ۲۰۰ روپۍ لوړه شوې او اوس د یو لېټر پټرولو بیه ۵۳۴ کلدارو ته رسېدلې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تېلو په نرخونو کې دغه زیاتوالی د ټرانسپورټي سکټور اندېښنې زیاتې کړي او د وضعیت د لا کړکېچن کېدو ویره یې پیدا کړې ده. که څه هم د پاکستاني حکومت لخوا د پټرولو د بیو د لوړوالي لامل نه دی بیان شوی، خو دا په روانه میاشت کې دویم ځل دی چې د تېلو بیې په بې سارې ډول لوړې شوې، چې دا وضعیت د پاکستان کمزوري اقتصاد ته نور هم زیان رسوي.

#پاکستان #پټرول #د_بیو_لوړوالی #اقتصادي_بحران

Share.