د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ویلي، چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژیم برید هېڅ ډول شرعي او اخلاقي جواز نه لري. نوموړي ټینګار کړی، چې دا ډول اقدامات د نړیوالو اصولو او اسلامي ارزښتونو خلاف دي.
شرعي زیاته کړې، چې د پاکستان علماوو هم منلې چې پر افغانستان بریدونه هېڅ جواز نه لري. هغه دا څرګندونې د پاکستاني پوځي رژیم وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې کړې دي.
#عبدالحکیم_شرعي #عدلیه_وزیر #پاکستان #بریدونه #افغانستان #سیاسي_غبرګون #نړیوال_خبرونه
