د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د تورخم دروازه نن پنجشنبه له نږدې یو میاشتني ځنډ وروسته، بیرته د راستنېدونکو کډوالو پر مخ پرانیستل کیږي. د یاد ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست مسوولین وایي، چې دغه لار به یوازې د راستنېدونکو کډوالو د راتګ لپاره پرانستل شي. سرچینې ویلي، چې دغه لار وروسته له هغې د راستنېدونکو د راتګ پرمخ وتړل شوه چې اسلامي امارت فرضي کرښه کې د پاکستان پوځي رژیم په پوستو غچ اخیستونکي عملیات پیل کړل.

#تورخم #ننګرهار #کډوال #افغانستان #پاکستان #راستنیدونکي #سرحد #تګ_راتګ

Share.