د اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین مجیبالرحمن عمر اخندزاده د ازبیکستان پلازمېنه تاشکند کې «د اوبو اونۍ» تر عنوان لاندې فورم کې ګډون کړی.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن پنجشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې هغه دغې غونډې ته وینا کې، د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش پر اهمیت، د اوبو ډیپلوماسۍ پر پیاوړتیا او د اوبو مدیریت برخه کې د نوې ټکنالوژۍ په کارونې خبرې کړي.
همدارنګه هغه د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د ګډو همکاریو پر اړتیا هم ټینګار کړی.
نوموړي د آمو سیند د سواحلو د تخریب مخنیوي په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې اسلامي امارت د اوبو د مدیریت په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو حقوقو ته ژمن دی.
همدارنګه، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د یادې غونډې په څنډه کې د ازبیکستان د اوبو له وزیر سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اوبو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.
#افغانستان #اوبه #تاشکند #ازبیکستان #د_اوبو_ډیپلوماسي #اقلیم #سیمهییزې_همکارۍ #آمو_سیند #د_اوبو_مدیریت
