په لغمان ولایت کې د ۱۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت شنې خونې جوړې شوې. د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست ویلي، چې پانګه‌والو په دغه ولایت کې پر ۲۸۰ جريبه ځمکه د بادرنګو لپاره شنې خونې جوړې کړې دي. د کرنې رياست د سبو مدير فرهادالله رحيمي ویلي، یادې شنې خونې د ۱۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت جوړې شوي چې هر کال ترې شاوخوا پنځه زره ټنه حاصلات ترلاسه کېږي، چې زرګونو کسانو ته په‌کې د کار زمينه هم برابره شوې ده.

#لغمان #کرنه #شنې_خونې #پانګونه #بادرنګ #اقتصاد #افغانستان

Share.