د ځینو باوري سرچینو له قوله ښایي نن چهارشنبې د چین په اورمچي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات پیل شي، خو دا لا تراوسه په ډاګه شوې نه ده، چې په دغه مذاکراتي پلاوو کې به له دواړو لورو څوک شامل وي.

د دغو مذاکراتو په اړه اسلامي امارت او پاکستان حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

یاد مذاکرات په داسې حال کې پیلیږي چې د افغان او پاکستان لورو ترمنځ مخکې هم په ترکیه او سعودي کې مذاکرات شوي خو کومه مثبته پایله یې نه ده ورکړې.

#افغانستان #پاکستان #چین #اورمچي #مذاکرات #سیاست

Share.