د ناروې د کډوالو شورا د هغو افغان کډوالو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې، چې په ایران کې د جګړې له پیل وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

په سیمه کې د دې شورا مشر، محمد شفیق پویل، ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۲۸ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي. نوموړي د سې‌شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې ډېری دغه کډوال خپلې ټولې شتمنۍ په ایران کې پرېښې او په تشو لاسونو بېرته راګرځېدلي دي.

د هغه په وینا، راستنېدلي کډوال له جدي ستونزو سره مخ دي او سرپناه، پاکو اوبو، خوراکي توکو او نورو اساسي خدمتونو ته بیړنۍ اړتیا لري. هغه ټینګار کړی چې که ژر تر ژره مرستې ونه‌رسېږي، د دغو کورنیو بشري وضعیت به لا پسې خراب شي.

د ناروې د کډوالو شورا له نړیوالو مرستندویو بنسټونو او اړوندو ادارو غوښتنه کړې، چې د دغو زیانمنو افغانانو د ملاتړ لپاره ژر اقدام وکړي.

#افغانستان #کډوال #ناروې_د_کډوالو_شورا #بشري_مرستې #ایران

Share.