د کندز ښار د ابادۍ او پراختیا په لاره کې په یوه مهم او بېساري ګام کې، د کندز ولایت په مرکز پورې اړوند د «دښت ابدان» په سیمه کې ۱۱۰۰ جریبه ځمکه د کندز ښاروالۍ ریاست ته وسپارل شوه.
دا ځمکه چې وړاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په ملکیت کې وه، د کندز ښاروالۍ د رهبرۍ د پرلهپسې هڅو او د اسلامي درهبرۍ د حکم پر بنسټ، په رسمي ډول ښاروالۍ ته ولېږدول شوه.
د کندز ښاروال قاري ګل نبي انس وايي چې دا ځمکه به د یوه لوی پراختیایي پلان په اډانه کې د یوه عصري استوګنیز ښارګوټي د جوړولو لپاره چې د ۳۰۰۰ استوګنیزو واحدونو ظرفیت لري ځانګړې شي. د دې پروژې د پلي کېدو موخه هېوادوالو ته د معیاري سرپناه برابرول، د کورونو د کمښت ستونزې هوارول او په کندز کې د ښاري ودې غوره تنظیم ښودل شوی دی.
د کندز ښاروالۍ رهبري ژمنه ده چې د دغه ښارګوټي د وېش او جوړولو چارې به په بشپړې روڼتیا، د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو او د عصري ښار جوړونې له اصولو سره سم پر مخ یوړل شي.
د یادونې وړ ده چې د یادې ځمکې سروې او قیمت ګذاري لړۍ د اړوندو ادارو له لوري بشپړه شوې وه او د قانوني پړاوونو له تېرولو وروسته، اوس د اړوندو ادارو د ګډ پلاوي په شتون کې دا ساحه په رسمي ډول د کندز ښاروالۍ ته وسپارل شوه.
#کندز #ښاروالۍ #دښت_ابدان #ښارګوټی #پراختیا #استوګنځای #افغانستان
