د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کمال خرازي د اسراییلو د تېرې ورځې په یوه برید کې ټپي شوی او مېرمن یې وژل شوې ده. خرازي د محمد خاتمي د حکومت پر مهال د بهرنیو چارو وزیر و او اوس د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشري کوي. نوموړی د ایران د مشر علي خامنه‌يي له نږدې کسانو او د هغه د زوی مجتبی خامنه‌يي سلاکار هم بلل کېږي.

#ایران #اسراییل #کمال_خرازي #برید #سیاست

Share.