د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه کې د پولي سیاستونو، بانکي سکټور او مالي ثبات پر موضوعاتو خبرې شوې دي. د یاد بانک رییس نوراحمد اغا ویلي، افغانۍ د تېر کال پرمهال خپل ثبات ساتلی و او د ډالرو پر وړاندې یې ارزښت ۱۰.۷۷ سلنه لوړ شوی دی. هغه زیاته کړې چې د بانکونو شتمنۍ هم ۴.۶۹ سلنه زیاتې شوې دي چې د بانکي سکټور د پیاوړتیا او د خلکو د باور د زیاتېدو څرګندونه کوي. په غونډه کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، برېښنایي بانکدارۍ د ودې او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پر پراخېدو هم ټینګار شوی.

#افغانستان_بانک #افغانۍ #اقتصاد #بانکي_سکتور #مالي_ثبات #اسلامي_بانکولي

Share.