د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رییس سره په لیدنه کې د اقتصادي همکاریو او دوهاړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا، په ځانګړي ډول د درملو برخه کې، ټینګار کړی. عزیزي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستانه او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د څه باندې ۵۰ سلنه زیاتوالي ته په اشاره دغه پرمختګ مثبت بللی او ویلي یې دي، چې د ګډې همکارۍ له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د لا زیاتېدو ظرفیت هم شته. د ازبکستان د درملو د صنعت د پراختیا ادارې رییس عبدالله عزیزوف هم د دوهاړخیزې سوداګرۍ د کچې پر لوړولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې د اقتصادي همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د درملو برخه کې، جدي لېوالتیا لري.
#افغانستان #ازبکستان #اقتصادي_همکارۍ #سوداګري #درملو_صنعت
