په هرات کې یوې مېرمنې د درملیزو بوټو د پروسس مرکز جوړ کړی، چې له لارې یې شاوخوا ۵۰۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د درملیزو بوټو د تولیدي کارخونې مسوولې، شکریې احمدي ویلي، چې په دې مرکز کې له ۴۰۰ ډوله بوټو څخه نږدې ۱۰۰ ډوله درمل تولیدېږي. هغې ویلي، کارکوونکي د بوټو د پېژندنې او درملنې په برخه کې روزل شوي دي. د یاد مرکز ډېری کارکوونکې هغه ښځې او نجونې دي چې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري او له دې لارې د کورنۍ اقتصادي ملاتړ کوي.
#هرات #ښځې #کار_موندنه #درملیز_بوټي #اقتصادي_پیاوړتیا
