د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ازبکستان د درملو جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې له رییس عبدالله عزیزوف او مل پلاوي سره کتلي دي. عامې روغتیا وزارت وایي، په دې لیدنه کې د درملو په برخه کې د سوداګرۍ د پراختیا، د افغان ناروغانو لپاره ازبکستان ته د تګ اسانتیاوو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک د عملي پلان او په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې د پانګونې پر موضوعاتو خبرې شوې دي. د ازبکستان د درملو جوړونې ادارې رییس د همکارۍ ورکړی او ویلي یې دي، چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د درملو د تولید، صادراتو، د تخنیکي پوهې د لېږد او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخو کې همکاري وکړي.

#افغانستان #ازبکستان #روغتیا #درمل #همکاري

Share.