د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د هوایي دفاع سیسټم په وسیله یې یوازې په درېیو ساعتونو کې د اوکراین ۱۴۸ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د دغو بریدونو له امله د روسیې په مرکزي او سویلي برخو کې د شاوخوا نیم میلیون کورونو برېښنا هم پرې شوې ده. په راپور کې راغلي چې د دغو ډرونونو پاتې شونو ځینې لوړپوړې ودانۍ زیانمنې کړي، خو د مرګژوبلې په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.
#روسیه #اوکراین #ډرون #هوایي_دفاع #برید
