د نړیوال بانک مشر ویلي، چې دا اداره ښايي په راتلونکو ۱۵ میاشتو کې له ۸۰ تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو پورې بودیجه ځانګړې کړي، څو په منځني ختیځ کې د جګړو له امله سخت ځپل شویو هېوادونو سره مرسته وکړي. د هغه په وینا، دا مرستې به د بیارغونې، بشري اړتیاوو پوره کولو او اقتصادي ثبات د ملاتړ په موخه ولګول شي، څو زیانمن هېوادونه وکولای شي له روانو ستونزو څخه راووځي او بنسټیز خدمات بېرته ورغول شي.

#نړیوال_بانک #اقتصاد #بیا_رغونه #جګړه_ځپلي_هیوادونه #منځنی_ختیځ #بشري_مرستې #پراختیا #مالي_مرستې #ثبات

Share.