د یمن حوثیانو ویلي، که‌چېرې د امریکا ولسمشر د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې پر وړاندې خنډونو ته دوام ورکړي، نو دوی ښایي د باب المندب تنګی وتړي. حوثیانو پر ټرمپ او نورو ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې سمدلاسه ټولې هغه کړنې او پالیسۍ پای ته ورسوي چې د سولې مخه نیسي. باب‌المندب تنګی په نړۍواله کچه د سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول د خامو تېلو او نور سون توکو د لېږد رالېږد لپاره مهمه سمندري لاره ده، چې سور سمندر د عدن خلیج سره نښلوي او د سویل کانال پر لور د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ته زمېنه برابروي.

#یمن #حوثیانو #باب_المندب #سور_سمندر #نړیوال_سوداګري #امنیت #کانال_سوېز #تنګی

Share.