د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی، د ازبکستان په تاشکند ښار کې د نړۍوال صنعتي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی. نوموړي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د صنعت او ټکنالوژۍ په برخو کې د پرمختګونو د ارزونې او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د نندارتون بېلابېلې برخې کتلي دي. د راپورونو له مخې، دغه نړۍوال نندارتون درې ورځې دوام لري چې پکې د یوشمېء هېوادونو شرکتونه ګډون لري. همدارنګه له افغانستان څخه تر ۶۰ ډېر شرکتونه د پنبې، ډبرو سکرو، درملو او کرنیزو محصولاتو په برخو کې په دې نندارتون کې برخه لري.

Share.