د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، دا مهال دغه ولایت کې له څلور زرو څخه زیاتې شنې خونې فعالې دي او د کال په بېلابېلو فصلونو کې د کورنیو بازارونو د سبزيجاتو ۹۰ سلنه اړتیاوې له همدې لارې پوره کېږي.

د یاد ریاست د کرنیزو چارو آمر بشیراحمد احمدي وایي چې دې وروستیو کلونو کې د شنوخونو پراختیا د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي، پر وارداتو د تکیې په کمېدو او د سبزيجاتو په بیو کې د نسبي ثبات په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی.

د احمدي په وینا، یاد ریاست هڅه کوي چې د تخنیکي روزنو په وړاندې کولو او له بزګرانو څخه د ملاتړ له لارې، هرات کې د شنوخونو لا پراختیا زمینه برابره کړي.

#هرات #کرنه #شنې_خونې #سبزيجات #افغانستان #کورنۍ_تولیدات #Herat #Agriculture

Share.