د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د آمو سیند د تېلو حوزې په “زمردسای” سیمه کې له پېنځه نویو کېندل شویو څاګانو څخه د تېلو استخراج پیل شوی دی. د یاد وزارت ویاند همایون افغان د ملا عبدالغني برادر یوه ویډیو خپره کړې او څرګندوي، چې د دې څاګانو له فعالېدو سره به د تېلو د استخراج ورځني ظرفیت شاوخوا ۵۰۰ مټر مکعب ته ورسیږي.
#افغانستان #آمودریا #تېل #کانونه #پټرولیم #اقتصاد #انکشاف
