د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، په داسې حال کې چې سیمه له مهمو بدلونونو سره مخ ده، تهران غواړي له روسیې سره خپلې اړیکې لا پیاوړې او د لوړې کچې تعامل ته دوام ورکړي. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا پر ژورتیا ټینګار کړی او د روسیې له ملاتړ او همغږۍ یې هرکلی کړی دی. په همدې حال کې، د روسیې د دفاع وزیر هم د ایران د دفاع وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې مسکو او تهران به د پخوا په څېر په هر ډول شرایطو کې د یو بل ملاتړ ته دوام ورکړي.

#ایران #روسیه #دیپلوماسي #نړیوالې_اړیکې #ستراتیژیکه_ملګرتیا

Share.