د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، کابل ته رسېدلی دی. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل ویلي، چې نوموړی به د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره مهمې ناستې ولري.

د دغو لیدنو تمرکز به پر سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو او یو شمېر نورو دوه اړخیزو موضوعاتو وي. تمه ده چې دا سفر به د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او د ګډو ګټو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

#افغانستان #روسیه #کابل #ضمیر_کابلوف #امیرخان_متقي #اقتصادي_همکاري #سیاسي_اړیکې

Share.