د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو له امله د سیدجمان الدین افغان پوهنتون محصلینو او ولسي خلکو د مرګ ژوبلې شمېر ۹۲ ته د رسېدلی دی. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس مظفر مخلص ویلي، چې تر دې مهاله د اسعداباد روغتون ته ۸۵ ټپیان او د ۷ شهیدانو جسدونه راوړل شوي، چې په کې زیاتره ماشومان، مېرمنې او د پوهنتون محصلین شامل دي. د هغه په وینا، دا شمېره وروستۍ نه ده او ښايي نوره هم لوړه شي. د سیمې اوسېدونکي وایي، چې په دغو بریدونو کې د ولسي خلکو کورونه او تعلیمي ادارې په نښه شوې دي.

#کونړ #اسعدآباد #افغانستان #ملکي_تلفات #پوهنتون #امن

Share.