د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د وچې مېوې، غنمو، خوراکي توکو، البسې او درملو په برخو کې د څه باندې ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۶ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي. دغه هوکړې د سرخان‌دریا ولایت کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو استازو په ناسته کې لاسلیک شوې، چې پکې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ارین ذلګي عظیمي او ورسره مل سوداګرو ګډون درلود. عظیمي ویلي چې دا ډول ناستې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د خصوصي سکټور ترمنځ د دوامدارو همکاریو لپاره مهمې دي او د صادراتو د پراختیا لپاره اسانتیاوې باید زیاتې شي. د سرخان‌دریا والي اولوغ‌بیک قاسم‌اوف هم له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراخېدو لپاره د خپل ولایت د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

#افغانستان #ازبکستان #سوداګري #تړونونه #صادرات #اقتصاد #خصوصي_سکټور #همکاري

Share.