د بریتانیا حکومت ویلي، هغه افغانان چې دغه هېواد کې د پناه اخیستو مستحق بلل شوي، باید خپله له افغانستانه د وتلو لاره پیدا کړي. نړۍوالو رسنیو د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله ویلي، نږدې ۹ زره افغانان چې لا هم د لېږد په تمه دي، د بریتانیا له لوري به د وتلو مستقیمه مرسته ترلاسه نه کړي. بریتانوي چارواکو ویلي، چې دغه کسان که وس لري، درېیم هېواد ته ولاړ شي، هلته به تر ۲۰۲۸ کال پورې د استوګنې او ویزې ملاتړ ترلاسه کړي. دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د بریتانیا د ملي محاسبې دفتر مخکې خبرداری ورکړی و، که د لېږد بهیر چټک نه شي، د ټولو مستحقو کسانو لېږد به شاوخوا درې کاله نور وخت ونیسي.
#بریتانیا #افغانان #پناه_غوښتونکي #مهاجرت #پناه_غوښتنه #نړیوال_خبرونه #ویزه #کډوالي
