د کندز ښار د قهوه‌خانې ښارګوټي د کوڅو او اوبو لارو د جوړولو پروژه چې څه موده وړاندې د کندز ښاروالۍ له لوري پیل شوې وه، اوس د عملي کار اساسي پړاو ته داخل شوې او د کار بهیر په منظم ډول روان دی.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د دې ښارګوټي د هوارولو او د اوبو لارو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او اوس د کوڅو د کانکریټ اچونې کارونه روان دي. دغه پروژه چې ۷۰ سلنه پرمختګ لري، د ښاري زیربناوو د ښه والي او د سیمې د ستونزو د حل په موخه د کندز ښاروالۍ له لوري پلې کېږي.

د سیمې اوسېدونکي د دې پروژې له پیل څخه خوښي څرګندوي او وایي چې د داسې پروژو پلي کېدل نه یوازې د خلکو لپاره د کار زمینه برابروي، بلکې د چاپېریال د ښه والي او د کندز ښار د ښکلا په زیاتېدو کې هم مهم رول لري.

#کندز #قهوه_خانه #ښاروالۍ #زیربنا #کانکریټ #کوڅې #ښار_جوړونه #افغانستان

Share.