د ټولګټو وزارت د وري میاشتې د معلوماتو له مخې، د حیرتان بندر، آقینې بندر، تورغونډۍ بندر او خواف–هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۸۷۳ زره او ۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. په دې انتقالاتو کې نفتي، غیرنفتي او بېلابېل توکي شامل دي.

همدارنګه په همدې موده کې ۹ زره او ۲۷۵ مټریک ټنه صادرات ترسره شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

#افغانستان #ټولګټو_وزارت #اوسپنې_پټلۍ #تجارت #صادرات #واردات #حیرتان #آقینه #تورغونډۍ #خواف_هرات

Share.