د کندهار د صنعت او کانونو خونې مسوولان وایي، دغه ولایت کې هر کال شاوخوا ۵۰ زره ټنه خوراکي غوړي تولیدیږي او د ۲۴ فعالو فابریکو په فعالیت سره، ځانبسیاینې ته نږدې شوی.
د کندهار د صنعت او کانونو خونې مشر سید سرور اماني وویل، سره له دې چې لاهم د اړتیا وړ لویه برخه غوړي له بهره واردېږي، خو نږدې راتلونکې کې به دغه ولایت د خوراکي غوړیو په تولید کې ځانبسیاینې ته ورسېږي.
دې سره، کندهار کې د غوړویو د تولیدي فابریکو مسوولان ټینګار کوي چې دا صنعت نه یوازې د خلکو اړتیاوې پوره کوي، بلکې سلګونو کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې.
د هغوی په خبره، کورنی تولید په دوامداره توګه زیات شوی او د پراختیا لپاره یې نورې هڅې هم روانې دي.
خو دوی له حکومته غواړي چې په بازار کې د ټیټ کیفیت غوړیو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
#کندهار #صنعت #تولید #اقتصاد #ځان_بسیاینه
