د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په پېښور کې به د امریکا کونسلګري په تدریجي ډول وتړل شي او چارې به یې اسلام‌اباد ته ولېږدول شي. یاد وزارت د دې پرېکړې اصلي لامل امنیتي اندېښنې بللې، خو ټینګار یې کړی چې په پاکستان کې یې لومړیتوبونه پر خپل ځای دي. امریکايي چارواکي وایي، د خیبر پښتونخوا له خلکو او ادارو سره به اړیکې دوام ولري او د اقتصادي او امنیتي همکاریو هڅې به جاري وي. د معلوماتو له مخې، دا ګام د لګښتونو د کمولو لپاره هم اخیستل شوی چې له مخې به يې شاوخوا ۷.۵ میلیونه ډالر سپما شي.

#امریکا #پاکستان #پېښور #اسلام_اباد #دیپلوماسي #امنیت

Share.